امريکايي پوځ وايي نن په زابل کې دچاودنې له امله ددوى پوځونو ته مرګ ژوبله رسېدلې .

امريکايي پوځ وايي نن په زابل کې دبمي چاودنې په نتجه کې څلور امريکايي سرتېري وژل سوي او نور درې کسان هم ژوبل سوي دي .
پوځ زياته کړه داپېښه په داسي حال کې را منځ ته سوه چې امريکايي پوځونو په سيمه کې د وسلوالو پر ضد په عملياتو بوخت وو .
له بلې خوا نن په کابل کې په يوه بېله پېښه کې دامريکا دسفارت کاروان ته نژدې دسړک پر غاړه په يوه بمې چاودنه کې دوه امريکايي مامورين ژوبل سول .