اسرائيلي عسکرو نن د غزي تړانکې ديوه بل ميشت ځاي نه په مکمله توګه اسرائيليان وويستل .

عسکر په گاديد سيمه کې د اسرائيليانو يوه عبادت ځآي ته ننوتل او خلک يي يو يو وويستل .
يو اسرائيلي صاحب منصب دان هارل وويل تمه کيږي چې د غزي له
يو وويښتو يهودي ميشت ځايونو نه د اسراييلو د وتلو پروسه به تر راتلونکي سه شنبي پوري پاي ته ورسيږي .
په عين حال کې گڼ شمير اسرائيلي بولډوزرو دهغه خلکو کورونه ورانول چې خلکو پرايښي وو. دا د غزي په تړانکي کې د تخليه کولو له پيل نه لومړني وراني ده .
اسرائيل په نظر کې لري ټول هغه کورونه چې په يهودي ميشت ځآيونو کې پراته دي وران کړي .