په پاکستان کې دملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادره څرګندوي چې د پاکستان له خوا د افغان مهاجرو دستنيدو لپاره د ورکړل شوي نيټي د رانيژدي سر بيره افغانستان ته د افغانانو د ستنيدو کار ډير سست روان دي ،

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادري وياند جيک ريدن د پژواک خبري اژانس ته وويل : د پاکستان له لاري په کرم او باجوړ ايجنسيو کې ، او اسلام اباد ته څيرمه د کچه ابادي
د کمپونو د تړلو له پريکړي وروسته ، تر اوسه د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو لړي په لومړنيو پړاونو کې ده .
د زمري په يوولسمه د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شير پاو په مشري غونډه کې د وږي تر څلورويشتيمي د کچه ابادي د کډوالو د ايستلو پريکړه وشوه ، او د وږي تر نهمي د کرم او باجوړ ايجنسيو د کمپونو د تخليي امر صادر شو .