استراليا به افغانستان ته ترراتلونکو پارلمانې ټاکنو دمخه چې د وږى په ٢٧ نيټه ترسره کيږى ١٥٠ تنه سرتيرى واستوى.

د استراليا د بهرنيو چارو وزير ايليکس ذانډر ډونر دغه خبره نن دافغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر عبدالله عبدالله سره په يوى گډى خبرى غونډى کې وکړه.
نوموړى ويل چې دغه ځواکونه به په افغانستان کې يو کاله پورى پاتې وى او استراليا غواړچې دراتلونکې عيسوى کال د مارچ يا اپريل په مياشت کې د يو ولايتى بيا رغوونې ټيم ته هم سرتيرى واستوى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميري