نن په افغانستان کې دولسي او ولايتي شوراګانو د ټآکنو لپاره دکانديدانو تر منځ د سياليو مبارزه پيل سوه .

نن په افغانستان کې دولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره کمپين پيل سو،
دډليزو مطبوعاتو خپلواک کميسيون لخوا د اعلاناتو په رانيول سوى سيسټم کې به هر کانديد ته وخت ورکړه سي چې په راديو او تلويزيون کې وينا وکړي .
دولسي جرگې او ٣٤ ولايتونو د شوراګانو لپاره نژدې ٦٠٠٠ کسانو خپل ځانونه کانديد کړي دي دافغانستان ولسي جرګه ٢٤٩ څوکۍ لري دغه ټاکنې به د وږي دمياشتي پر ٢٧ نېټه تر سره سي .
سره له دې چې په ځينو سيمو کې زور زياتى روان دئ ،دانتخاباتو تنظيم کوونکي هيلمن دي چې دټا کنو د کمپين او درايو اچونې بهير به په ښه توگه او بېله کومه خنډه پر مخ ولاړ سي .
اما د بشري حقونو فعالينو بيا په خپل راپور کې ويلي دي چې افغانستان بايد په ټاکنو کې د ٦٠٠ ښځينه کانديدانو دخونديتوب لپاره ډير تيارى ونيسي . چې دټاکنو پر مهال دوسلوالو طالبانو او سيمه ا يزو جګړه مارانو له حملو خنوندي سي .

فرح هيواد