داسرائيلو صدراعظم اريل شېرون له غزې څخه دناقلينو په زورسره د ايستلو پر مهال ژړلي دي .

داسرايلو لومړي وزير اريل شېرون له غزې تړانګې څخه د اسراييلي ناقلينو د وتلو پر وخت وژړل . لومړي وزير خبريالانو ته وويل کله چې پوليسو ناقلين په زوره له غزې څخه ايستل هغه ته ژړا ورغله دناقلينو دايستلو لپاره وروستى وخت برايي ماښام دشپې ١٢ بجې وې تردې وروسته پوليسو ددوى اجباري وتل پيل کړل .
په غزې کې دامنيتي چا رو يو اسرايلي مسول ( آري ګادسن ) وويل له مقاومت سره سره بۀ له غزې څخه د ناقلينو دوتلو پلان عملي سي .
ګادسن زياته کړه

هغه کسان چې غوښتل يې ميشت ځايونو ته داخل سي په څلرو بسونوکې واچول سول او له سيمي څخه وايستل سول . او اوس دهغو کسانو پر وتلو بوخت يو چې په لارو او کوڅو کې دي . وروسته به له کورونوڅخه دناقلينو وتل پيل سي .

په زرګونه کسان دوتلو له پلان سره مخالفت کوي او نه غواړي چې خپل کورونه پريږدي .
يوې ښځې دپوليسو پوستې ته نژدې خپل ځان ته اور ورته کړ .
داسرايلو صدراعظم اريل شېرون ويلي دي داسرايلو د خونديتوب لپاره دغزې دټولو ٢١ مشت ځايونو څخه بايد ناقلين ووځي او پد غه ځاى کې بايد داسرايلو ٣٨ کلن اشغال پاى ته ورسيږي . داسرايلي ناقلينو دوتلو بهير له دوشنبې څخه پيل سوى دئ .

فرح هيواد