د خبرونو لنډيز : -د ناتو تر مشرۍ لاندي امنيت ساتني نړيوال ځواک يا آيساف يوه پوځي څرخي الوتکه د افغانستان په لويديځ کي غورځيدلي -د وينزوويلا يوه مسافر وړونکي الوتکه د کولمبيا پولي ته نږدي غورځيدلي ده - د آستراليا د بهرنيو چارو وزير وايي په رواني اوونۍ کي به له خپل افغاني سيال سره د کتني په مهال په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د ځاي په ځاي کولو په مسلو خبري وکړي.

پوره خبرونه واورۍ:
وياند او ژباړونکئ : جان آقا الکوزئ

پوځي چارواکي وايي د ناتو تر مشرۍ لاندي امنيتي ځواکونو يوه پوځي الوتکه نن د افغانستان په لويديځ کي راوغورځيده او ١٧ کسان پکي مړه شول.
د آزادۍ راډيو خبريال وايي د هسپانوي ځواکونو دوهمي څرخي الوتکي هم عاجله ناسته وکړه. په پيښي کي يو نامعلوم شمير سرتيري ټپيان شويدي. داسي رپوټونه هم خپاره شوي چي دغه دوې څرخي الوتکي په هوا کي سره لګيدلي دي. پوځي چارواکي پيښه يو ټکر بللئ دئ.
په کابل کي د امنيت ساتني د نړيوال امنيتي ځواک آيساف وياند ويلي د الوتکي د ټکر او عاجلي ناستي پيښي تخنيکي لاملونه درلودل .
دواړه پيښي د هرات په جنوب کي شويدي.
په مادريد کي د هسپانيي د دفاع وزارت چارواکو ويلي د الوتکي د غورځيدو په پيښه کي ددوي ١٢ تنه سرتيري او پنځه تنه عمله وژل شويدي. د وزارت چارواکي وايي د پيښي لامل تر اوسه ندئ معلوم شوئ.
دوي وايي دواړه الوتکي يي د پوځي تمرينانو په ماموريت کي وي.