د امريکا دفاع وزير په ايران او سوريې نيوکه کړې چې وايي د عراق د پولو په تامين کې هيڅ مرسته نه کوي په امريکا کې د سعودي عربستان سفير د خپلې دندې څخه استعفاُ ورکړې ده امريکايي مامورين وايي د گوانتنامو له زندانه يې اته بنديان خلاص کړي دي او له بلې خوا له ګوانتنامو خلاص سوې افغانان وايي هلته حالت غير بشري و او زياتو بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړي و په کابل کې د هندي هنرمندانو د ورستي کنسرت حال