په زرګونو قبايلي پاکستانيانو دهغو څلورويشتو مشکوکو اورپکو د جنازې په مراسمو کې برخه واخيسته چې امريکايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په خاوره کې وژلي وُ يوه ځان وژونکي په عراق کې اوه تنه پوليس ووژل ايران وايي د هستوي سونګ موادو لپاره به د يورانيمو پخولو حق هيڅ وخت له لاسه ورنکړي د ترکيې لومړى وزير وايي د هيواد په يوه استراحت ځاى کې چاودنه ، يوه تروريستي حمله وه