په عراق کې د متحده ايالاتو پوځ وايي چې په تېرو دوو ورځو کې يې څوارلس ياغيان وژلې دي روسي چارواکي وايي چې د اوخاته په شمالي ښار کې د سوداگرۍ او خرڅلاو په يوه سيمه ايز مرکز کې د اور د لگيدلو له امله لږترلږه شل تنه وژل شوي دي د ملگرو ملتونو عمومي اسانبلې د امنيت شورا د پراختيا د پاره د وړاندې شوى پريکړه ليک په مسوده بحث پيل کړى دى امريکا افغانستان ته د نورو پوځي ځواکونه د استولو ژمنه کړې ده په زابل کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي