نن په لبنان کې د پارلماني انتخاباتو څلورم او ورستى دور بشپړيږي د امريکا د بهرنيو چارو وزيره به منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د اسرائيلي مشرانو سره خبرې وکړي عراقي او امريکايي پوځ په دوو سترو عملياتو کې په لسهاو مليشې نېولي او وژلي دي په کنړ کې سيلونه په زرهاو جريبه ځمکه لاندي کړې ده په راتلونکو دوو ورځو کې به په ټوله افغانستان کې پارلماني انتخاباتو ته د نوم ليکنې کار پيل شي