ديارلس امريکايي پوځيان او درې ملکي کسان، غزني ته نژدې د امريکايي ځواکونو د يوه هيليوکوپتر د نسکوريدو په پرونۍ پيښه کې مړه شوي دي . د عراقي کردانو مشر جلال طالباني نن د عراق د جمهور رئيس په توگه قانوني لوړه وکړه . هند او پاکستان له شپيتو کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره د کشمير په سيمه کې په خپل مينځ کې د ترانسپورت خدمات بيا پيل کړي دي .