د سعودي عربستان امنيتي ځواکونه وايي چې درې تنه ياغي وسله وال يي په يوه نښته کې وژلې دي . اټکل کيږي چې په سلگونو زره کاتوليلک عيسويان به نن په روم کې راټول شي تر څو خپل لوي پاپ ته درناوى وړاندي کړي . د اوکرائين ولسمشر يوشچنکو به نن په واشنگټن کې د ولسمشر بوش سره وگوري . د قرغستان لري کړه شوى ولسمشر به نن په رسمي توگه استعفا ورکړي .