عراقي پوليس وايي د بغداد په شمال کې يې څه باندې اتيا کسه بلواگره وژلي دي . قرغزي چارواکې په دې هيواد کې د مظاهرو د کرارولو هڅو ته دوام ورکوي . په تکزاس کې د چاودنې له امله څورلس کسه وژل شوي اود سلو تنو په شاوخوا کې نور زخميان دي . د البانيا لومړي وزير ناټو ته د خپل هيواد د ورگډيدو لپاره خبرې پيل کړيدي .