ولسمشر کرزى پاکستان خپل دوه ورځنى سفر نن پاى ته رسوى٠ امريکايې جنگى الوتکو په خوست کې پنځه مشکوک کسان وژلى دى٠ په قرغزستان کې مظاهره کوونکې د دولتى ودانيو نيولو ته دوام ورکوى٠

هغه مظاهره کوونکې چې وايې دقرغزستان وروستى پارلمانې ټاکنې له درغليو څخه ډکې وى په گڼو ښارگوټو کې د دولتى ودانيو نيولو ته دوام ورکوى.
دا په داسى حال کې ده چې نړيواله ټولنه ددغه وضعيت دښه کولو له پاره د مرستو وړانديز کوى.
د ازادى راډيو خبريال وايې چې مظاهره کوونکې کې اوس په اوش، جلال آباد، تالاش، کوچ کور، او کادى مياجې کې دولتى ودانې نيسى.
د گورجستان جمهور رئيس ميخايل ساکاشويلى او داروپا د امنيت او همکارى دسازمان مشر دواوړ پرون دقرغزستان جمهور رئيس عسکر اکايوف ته ددغه کړکيچ د آوارى په لړ کې چي تيره مياشت دپارلمانې ټاکنو پرمهال پيل شوى د مرستى وړانديز کړى.
له بله پلوه پرون اکايوف د پارلمان لومړنې غونده پرانسته او وي ويل چې ټاکنى مشروع وى.
نوموړى ويلى چې هغه به د مظاهره کوونکو غوښتنو ته پام ونکړى. مظاهره کوونکې پارلمانې ټاکنې باطلى بولى او د هغه داستفاع غوښتنه کوى. دغه راز نوموړى ويلى هغه به دقانون جوړونکو هغى غوښتنې ته هم پام ونکړى چې له هغه څخه دبيړنې حالت دعلانولو په اړه يې کوى.
دقرغزستان په اړه تازه راپورونه وايې چي جمهور رئيس اکايف دکورنيو چارو وزير او عمومى څارنوال له دندى گوښه کړى دى. دجمهور رئيس وياند ويلى دغه دوه چارواکې ددوى په خپلى غوښتنى گوښه کړاى شوى دى.

په افغانستان کې امريکايې ځواکونه وايې امريکايې جنگې الوتکو د پاکستان له پولى سره نيژدى پنځه مشکوک کسان وژلى دى.
امريکايې ځواکونو په يوى اعلاميى کې ويلى چې امريکايې الوتکو وروسته له هغى عمليات پيل کړل کله چې اورپکو په خوست کې د امريکايې ځواکونو پر دوو پوځې اډو ١٣ توغندى وتوغول.
په اعلاميى کې ويل شوى چې امريکايې ځواکونو ددغو توغنديو په ځواب کې د توپ ډزى کړى دى. د توغنديو په دغه بريد کې امريکايې او اتلافى ځواکونو ته زيان ندى اوښتى.

نن د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف له هندوستان سره د کشمير پرسر د لانجې د آوارى په برخه کې د پرمختگ غوښتنه وکړه.
دهماليا دغرونو په لمنو کې پروت کشمير د پاکستان او هندوستان ترمينځ ويشل شوى خو دغه دواړه هيوادونه هر يو يې ادعا کوى چې دغه سيمه د دوى ده.
دغو دواړو هيوادونو په ١٩٤٧ عيسوى کال کې له خپلواکيو وروسته د کشمير پرسر دوه ځلى جگړى کړى دى.
خو په دى وروستيو مياشتو کې دغو هيوادونو د اړيکو د ښه کولو په موخه يوڅه اقدامات کړى دى.
مشرف نن ويل دکشمير د لانجې د حل له پاره دواړه هيوادونه بايد صداقت، زړورتيا او نرمښت وښي.
نوموړى دغه څرگندونې دپاکستان د ملى ورځى په مناسبت دپوځې رسم گذشت پرمهال وکړى.

په لبنان کې پوليس وايې چې د بيروت شمال ته يه يو مسعيى ښارگوټې کې يوى چاودنې نن وختى لږ ترلږه دوه کسه وژلى او گڼ يې ټپيان کړى دى.
دغه چاودنه له بيروت له څخه د ٢٠ کلو مترو په واټن کې د کسليک په سيمه کې په يو مارکيټ کې شوى او ويل شوى چې دچاودنې پرمهال مارکيټ تړلى و.
ددغه هيواد په پارلمان کې د حکومت مخالف پاريس بيوز دغه چاودنه غندلى او ويلى يې دى دا چاودنه دسوريې پرضد مظاهره کوونکو ته يو سياسى پيغام دى.
دغه راز د تيرى شنبى په ورځ هم په يو مارکيټ کې يوه چاودنه وشوه چې گڼ کسان يې ټپيان کړل.

ولسمشر حامد کرزى پاکستان ته څپل دوه ورځنې سفر نن د پاکستان له صدراعظم شوکت عزيز سره ترليدنې کتنې او د پاکستان دملى ورځى په مناسبت په پوځى رسم گذشت کې دممتاز مليمه په توگه له گډون وروسته پاى ته رسوى.
ولسمشر کرزى پرون اسلام آباد ته له رسيدو وروسته له جمهور رئيس پرويز مشرف سره وليدل. ولسمشر کرزى له مشرف سره خپلى خبرى گټورى وبللى او وي ويل چې هغوى ددواړو هيوادونو ترمينځ او دمينځنى اسيا هيوادونو ته د اورگاډى د پټليو دغزولو په اړه خبرى وکړى.
له ولسمشر کرزى سره ترليدنې وروسته مشرف ويلى چې پاکستان او افغانستان دواړو ژمنه کړى چې دترهگرى ضد جګړه وگټې.
تمه کيږى چې افغان او پاکستانې چارواکې به څو تړونونه لاسليک کړى چې په هغو کې د کوټې کندهار، پيښور جلال آباد ترمينځ دبسونو د تگ راتگ تړونونه هم شامل دى.

په پام کې ده چې د شمالى کوريا صدر اعظم پاک پونگ جو نن چين ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه هيواد له جمهور رئيس هو جانتاو سره وګورى.
پرون د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويل د چين صدراعظم وين جابوو د شمالى کوريا صدر اعظم ته ويلى چې د شمالى کوريا د اتومې پروگرام په هکله د نړيوالو انديښنو د له منيځه وړولو يوازينى لاره شپږ اړخيزى خبرى اترى دى.
د شمالى کوريا صداعظم په ځواب کې ويلى که چيرته حالات ښه شى دوى به بيرته شپږ اړخيزو خبرو ته راوگرځى.
ژباړونکى او وياند ابراهيم اميري