په عراق کې د ياغيانو په بريدونو کې د دريو برطانويانو په ګډون لږ تر لږه شل کسان وژل شوى دى٠ جمهور رئيس بوش ددغه هيواد د دوو پخوانيو جمهور رئيسانو څخه غوښتنه کړې چې په آسيا کې د وروستي مصيبت له قربانيانو سره د مرستى لپاره دې د اعانى په ټولولو کې مرسته وکړى٠ د ترکيې د بهرنيو چارو وزير عبداله ګل نن د يوې دوه ورځنۍ ليدنې په موخه اسرائيلو ته سفر کوي٠