د غور ولايت مرکز چغچران د يوه سيال کوماندان ځواکونو نيولى او والى او سيمه ايز چارواکي يي تيښتې ته اړ ويستلي دي٠ په افغانستان کې په دوو جلا حملو کې يو افغاني ترجمان ووژل شو او د امريکا او نوى ځيلاند څلور عسکر ټپي شوي دي٠ د ملګرو ملتو د اتومي څارنۍ ادارې د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره د ايران په اتومي همکارۍ خواشيني څرګنده کړى٠