د پاکستان پوځي ځواکونه په وزيرستان کې له شکمنو ال قاعده او قومي کسانو سره په سختو نښتو کې ښکيل دي٠ د امريکا د بهرنيو چارو وزير بغداد ته ناببره سفر وکړ٠ هند نن خپل نوى پرمختللى توغندۍ وآزمايه٠

د پاکستان پوځي ځواکونه د جنوبي وزيرستان په يوئ ليري پرتي سيمي کي د شکمنو القاعده او سيمه ايزو قومونو سره په سختي جگړي کي ښکيل دي.
داسي ښکاري چي دغه شکمن کسان د القاعده شبکي د کوم لوړ پوړي مشر څخه دفاع کوي .
د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف وايي دده ځواکونو د يوه ستر ارزښت هدف را گير کړي دي .
نور رپوټونه د پوځي چارواکو په حواله وايي دوي باور لري په دغه ځاي کي د القاعده شبکي دوهمه درجه غړئ مصري ټبره ايمن ال زواهري راگير دئ . خو پاکستاني جنرال شوکت سلطان د رويتر آژانس ته پرون ناخته وويل دا هسي د ډله ايزي خبرتيا د وسايلو خبري دي .
د ال زواهري په هکله چي تاسي کومي خبري کوۍ ، زما په آند هسي اوازي دي . د پاکستان د حکومت هيڅ کوم کس د هغه د نيوني او يا د هغه د شتون خبره نده تاييد کړي .
د سيمي اوسيدونکو ته ويل شوي چي خپل کورونه دي پريږدي او ودي وځي. د فرانسي د خبر رسولو آژانس ويلي پاکستاني ځواکونه غواړي د سيمي په يو شمير کليو حملي وکړي.
........
د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول نن په عراق کي د امريکا په مشري د ائتلاف عسکرو ته خبري وکړي او ويي ويل دوي سيمي او نړۍ ته خطر له منځه وړيدئ .
بغداد ته د پاول نا ببره سفرد صدام حسين د رژيم د راپرزولو د لومړۍ کليزي په مهال شويدئ .
د ملگرو عمومي منشي کوفي عنان پرون ناوخته وويل دي به په يوه مناسب وخت کي عراق ته د ملگرو ملتونو کارکوونکي واستوي. ملگرو ملتونو د آگست په مياشت کي په بغداد کي د دوي په ودانۍ کي د ٢٢ کارکوونکو د وژل کيدو وروسته خپل مامورين له عراق نه وايستل.
په توکيو کي نن د جاپان د کابيني عمومي منشي په عراق کي د امريکا په مشرۍ د متخدينو له جگړي څخه دفاع وکړه او ويي ويل ممکن په دغه هيواد کي د گڼي وژني وسلي پټي وي.
د پولند جمهور رييس الکساندر کوازنيوسکي پرون وويل هيواد يي داسي انگيري چي د عراق د گني وژني د وسلو په هکله ورته غلط معلومات ورکړل شوي وو.
.........
هند نن د ختځ ايالت اوريسا څخه د پريتوي پنامه د منځني واټن ويشتونکئ پر مخ تللئ توغندئ وازمايه.
د هند د دفاع د وزارت وياند وويل د پريتوي توغندئ په سمه توگه پورته شو او په خپل هدف ولگيد.
د غه له ځملکي نه ځمکي ته توغندئ د هند له ډيرو پر مخ تلليو توغنديو څخه دئ . په توغندي کي عادي او هستوي دواړه سروکي کارول کيږي او تر زروکيلو ميترو پوري واټن ويشتلاي شي.
........
د تايوان جمهور رئيس چين شويي بيان نن د انتخاباتو څخه يوه ورځ مخکي د انتخاباتو د کمپاين په مهال په گولي وويستل شو.
د جمهوري رياست عمومي منشي چييو ايين وايي د جمهور رئيس ټپ خطرناکه ندئ او د سبا ورځي انتخابات به پر مخ لاړ شي.

چييو وويل جمهور رئيس په هوش دئ او د هيواد چاري اداره کولاي شي.
د تايوان د جمهوري رياست عمومي منشي وايي جمهور رئيس او د هغه مرستياله انيتي ليي هغه مهال ټپيان شول چي په جنوبي ولايت تينان کي په سرخلاسي موټر کي روان وو.
........
له هسپانيي څخه خبري رپوټونه وايي چي ددغه هيواد د ستري محکمي يوه قاضي د شواهدو له اوريدو وروسته پريکړه وکړه چي په مادريد کي د بمي چاودنو نيول شوي شکمن کسان په بند کي وساتي .

د ستري محکمي قاضي هوان ديل اولمو پرون او نن ددغو دري مراکشيانو او دوو هنديانو په باب استماعيي واوريدلي.
دغه پنځه تنه شکمن تيره اونۍ له بمي چاودنو څخه دري ورځي وروسته چي ٢٠١ کسان پکي وژل شوي وو ، ونيول شول. شکمنو نيول شوو په دوي باندي لگول شوي تورونه ردکړيدي.
د هسپانيي چارواکي د نيول شوو کسانو په يوه تن جمال زوگم شک کوي چي له القاعده شبکي او دغه راز د مراکش له يوه اسلامي سازمان سره تړاو لري. تيره ورځ د هسپانيي پوليسو پنځه تنه نور شکمن هم ونيول.
..........
د اسرائيلو راډيو نن وويل د اردن پاچا عبدالله د اسرائيلو له صدراعظم اريل شيرون سره د کتني لپاره اسرائيل ته ناببره سفر وکړاو له فلسطينيانو څخه د شيرون د ځان جلا کووني د پلان په هکله به خبري وکړي.
رپوټونه وايي د اردن پاچا پرون په څرخي الوتکي کي اسرائيلو ته لاړ. د تير کال د اوړي له مشريزي غونډي راهيسي له عربي مشرسره د ا د شيرون لومړني کتنه ده.
د اسرائيلو صدراعظم گواښ کړي که چيري د سولي خبري په ټپه ودريږي نو دۍ به په يو اړخيزه توگه له فلسطينيانو نه ځان جلا کړي او د غزي له تړانگي څخه به ځيني ميشت ځايونه ليري کړي. د شيرون د پلان په اساس به په هغو سيمو کي امنيتي اقدامات زيات شي په کومو کي چي د يوه خپلواکه فلسطيني دولت د جوړيدو خبري کيږي.
رپوټونه وايي د اردن پاچا او د اسرتئيلو صدراعظم دغه راز د لويديځي غاړي د امنيتي ديوال په هکله هم خبري وکړي.
.......
په کوسوو کي له دوه ورځنيو شخړو وروسته چي يو ديرش کسان پکي مړه شول، نن آرامي وه. د ملگرو ملتونو د پوليسو وياند ډيريک چاپل وايي د شخړو ناوړي پيښي سرته رسيدلي دي.
ناتو په کوسوو کي خپل ځواکونه زيات کړي او خپلو عسکرو ته يي اجازه ورکړي چي د صربيانو او البانيايي ټبرو ترمنځ نښتو د مخنيوي لپاره دي له قوي نه کار واخلي.
تيره شپه او نن د انگلستان، امريکا او ايټاليا ځواکونه کوسوو ته ورسيدل او جرمني اعلان وکړ چي خپل نور ٦٠٠ عسکر به هم سيمي ته واستوي.