ايران موافقه کړى ده چې د اتومي وسلو پلټونکو ته به موقع ورکړي تر څو ايران ته ستانه شي٠ د عراق د موسل په ښار کې د ډزو له امله درى کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي٠ د متحده ايالاتو د دفاع وزارت وايي چې د ګوانتنامو د زندان څخه يي ٢٦ کسان د خوشې کولو په مقصد خپلو هيوادونو ته استولي دي٠