د ناتو عمومي منشي وايي افغانستان دوى ته اوليت لري٠ د اروپا پارلمان وايي په ايران کې راتلونکي پارلماني انتخابات به ځکه عادلانه او آزاد نه وي چې د مهمو اصلاح غوښتونکو کانديدانو ګډون په کې رد شوى٠ يو امريکايي عسکر په دې تور نيول شوى چې هڅه يي کړي د ال قاعده شبکې سره تماس ونيسي او دوى ته معلومات ورکړي٠