د امريکى د متحده ايالاتو جمهور رئيس جورج بوش او د المان صدراعظم ګرهارد شرودر دواړه وايي چې دوى د عراق په هکله خپل پخوانى اختلافات يوى خوا ايښي دي٠ د ايران د بهرنيو چارو وزير کمال خرازى دغه خبره رد کړى چې دغه هيواد به د اتومى وسلې د جوړنى تخنيک ولري٠ د اسرائيلو د هوائي ځواکونو ٢٧ پيلوټانو ويلى دي چې دوى به په فلسطينى نيول شوو ځمکو کې عمليات ونه کړي٠