د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له مخالفى رائي پرته يو پريکړه ليک تصويب کړ چې د عراق د واکمنى شورا د جوړيدو هرکلى کوى٠ د متحده ايالاتو چارواکى وايي چې د آسيا په جنوب لويديځ کې يي د ال قاعده تيروريستى شبکې يو لوى پلوى چې رضوان بن حسام الدين نوميږى نيولى دى٠ د کاناډا چارواکى وايي چې پرون د نيويارک د بريښنا په يوه ستيشن کې د تندر د پريوتو له امله د متحده ايالاتو د شمال ختيځى برخى او د کاناډا د جنوبى برخو څخه بريښنا پرى شويده٠