داتومي انرژى نړيوال آژانس ايران دى ته هڅولى چې ددغي موسسي له خوا دخپلو اتومي تاسيساتو پراخه پلټني ته غاړه کيږدي ٠ توقع کيږي چې دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير کولين پاول به نن داسرائيلو او فلسطيني ادارى صدراعظمانو سره جلا جلا خبرو کې دوى دى ته وهڅوي چې دمنځني ختيځ دسولې وروستي نړيوال پلان دپلي کولو لور ته مخه کړي ٠ يو امريکايي عسکر پرون هغه مهال مړ اودوه نور ټپيان شول کله چې په بغداد کې دامريکايي ځواکونو يو امبولانس دراکټ لانچرو په گوليو ولگيده٠