تيره شپه په ايران کي داصلاحاتو لپاره مظاهرو په تهران کي دوام کړی دی ٠ دامريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ وايي امريکايي ځواکونو په عراق کي دصدام حسين دپلويانو دنيولو لپاره هلو ځلو په ترځ کي ٣٧١ عراقيان نيولي دي ٠ دمنځني خيتځ سيمی ته امريکايي استازی جان ولف به نن له فلسطيني مشرانو سره غونډه کی دمنځني خيتځ دسولی دهغه پلان دژغورني په هکله خبری وکړي چه امريکا يي ملاتړ کوي او دسولی دلاری نقشه نومول شوی دی ٠