په کابل کې د يوى چاودنى په ترڅ کې د آيسف د ځواک درى جرمنى عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شويدي٠ د ملګرو ملتو د نړيوالو اتومى انرژى ادارى کارپوهان نن په عراق کې د اتومى بټى نه پلټنه کوي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د ايران اتومى پروګرام له ژورو ستونزى سره مخامخ دى٠