د کندهار په ولايت کې د دوو کوماندانانو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه دوه عسکر او يو ترجمان ووژل شول٠ د افغانستان مرکزي حکومت وايي چې په ټول هيواد کې يي د پوليسو، عسکرو او پوځيانو د معاشونو لپاره پوره پيسى برابرى کړيدي٠ د اتو سترو صنعتي هيوادونو مشرانو نن د فرانسى په ايويان کې د خپلې غونډي په پاى کې اعلان وکړ چې د يوه خپلواک، باثبات او ولسواک عراق په هکله ګډ نظر لري٠