په سلگونه عراقي مشرانو په دي موافقه کړي ده چه په راتلونکو څلورو اونيو کي به په هيواد کي ديو لنډمهالي حکومت رامينځ ته کولو لپاره غونډه وکړي ٠ دبرتاني صدراعظم توني بلير نن دمسکو څخه ليدني په ترځ کي دروسي جمهور رئيس ويلاديمير پوتين سره په غونډه کي ، په عراق کي له جگړي وروسته وضع څيړي ٠ دچين اوجنوب ختيځي آسيا هيوادونو مشران نن په تايلند کي په يوه بيړني مشريزه غونډه کي دسارس دناروغۍ دبحران په وړاندي چلند او له هغو گواښونو سره مقابله څيړي چه ددغي ناروغۍ له امله اقتصاد ته متوجه دي ٠