يوي لويي چاودني ددوشنبي ورځي په گهيځ په بغداد کي دعراق داطلاعاتو وزارت ته يوه نژدي سيمه ولړزوله ٠ په داسي حال کي چي امريکايي ځواکونو دبغداد جنوت ته اتيا کيلومتره ليري دعراق جمهوري گارد په ځواکونو باندي دتوپونو ګڼي ډزي او بمبار کړۍ ، ايتلافي قواوو نن گهيځ په بغداد باندي خپلو ګڼو هوايي بريدونو ته دوام ورکړۍ دۍ ٠ په کابل کي دنړيوالو امنيتي مرستندويو ځواکونو په سيمه باندي دتوغنديو بريد شوۍ دۍ ٠ اوروپايي اتحاديه په مقدونيا کي دسولي ساتني دنده په غاړه اخلي ٠ بوسنيا نن ددغه هيواد په سربرينيچا ښار کي دګڼي وژني دغم او وير ورځ لمانځي ٠