کرزی:غالبا په کندهار کې د زندانیانو په تیښته کې مرسته شوي وي

د ولسمشر حامد کرزي دفتر څرګنده کړه، چې په اغلب ګومان د کندهار د زندان له دننه له زندانیانو سره په تیښته کې مرسته شوې ده.

د جمهوري ریاست په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوې دي، چې د یوه لغم له لارې د سلګونو کسانو په وتلو کې د محبس له دننه لارښوونه شوې، همکاري شوې او اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

شاوخوا څلور سوه اته اتیا بندیان چې زیاتره یې طالبان دي د کندهار له مرکزي زندانه د نژدې یو کیلومتر تونل له لارې د دوشنبې په شپه وتښتیدل.

طالبانو ویلې دي چې د دې تونل په کینستلو یې شپيږ میاشتې کار کاوه،د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر مخکې دا پېښه یو ناورین بللې وه.

سیمه ییزو چارواکو پرون وویل چې تر اوسه تر اویا ډير تښتیدلې بندیان بیرته نیول شوې دي.