د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۱

امریکا افغانستان کې د جګړې د ستراتیژۍ د ارزونې لپاره چمتووالی نیسي

رویټرز خبري آژانس د جولای پر لسمه راپور ورکړی وو چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې د ستراتیژۍ د ارزوني لپاره چمتو والی نیسي.

ددې چمتو والي خبره یو کال وروسته له هغه مطرح شوه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پدې جګړه کې د امریکا د ښکیلتیا د تمدید په اړه موافقه وکړه.

د امریکا د پوځ د مرکزې قومندانۍ مشر جوزف ووټل ښایې ددې ارزوني په نتیجه کې امریکا په خپله پوځي ستراتیژۍ کې کوم لوی بدلون رانه ولي.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې کې د پاته کیدو سره مخالف وو ، خو سلاکارانو یې هغه وهڅاوه چې په دې برخه کې پاته شي.
ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې کې د پاته کیدو سره مخالف وو ، خو سلاکارانو یې هغه وهڅاوه چې په دې برخه کې پاته شي.

جنرال جوزف ووټل د پنجشنبه په ورځ یوې خبري غونډي ته دا ارزوني یوه معمولي ارزوني بللې او تمه یې ښودلې چې دا ارزونه به یو څه پرمختګ ولري.

« زه د کوم داسي څه وړاند وینه نه کوم چې هغه به ښایې په ټوله ستراتیژۍ کې د لوی بدلون سبب شي. هغه څه چې زه باور لرم دا کار دي چې یو څه پرمختګ ښیې.»

چارواکي وایې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لدې کبله ناهیلې څرګنده کړې چې ګواکي د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ تر اعلان راوروسته ډیر پرمختګ ندی شوی .

ددغې ستراتیژۍ له مخې چې په تیر اګست کې اعلان شوه په افغانستان کې تر نامعلومه وخته د امریکایې پوځي سلاکارانو ، روزونکو او ځانګړو ځواکونو ځای پر ځای کیدلو او له افغان امنیتي ځواکونو سره د هوایې مرستو د ډیروالي ژمنه شوې وه.

پدې سره د امریکا یو عمده هدف پر وسلوالو طالبانو فشار ښودل شوی چې د کابل له حکومت سره سولي ته غاړه کیږدي.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې کې د پاته کیدو سره مخالف وو ، خو سلاکارانو یې هغه وهڅاوه چې په دې برخه کې پاته شي.

نوموړي تیرکال په افغانستان کې د ۳۰۰۰ اضافي سرتیرو د ځای پرځای کولو موافقه وکړه چې په دې سره په دغه هیواد کې د امریکایې پوځیانو شمیر ۱۵ زره ته ورسید.

د امریکا ولسمشر دغه راز د افغانستان پر ګاونډي پاکستان هم فشارونه ډیر کړل څو له افغانستان سره پر پوله د وسلوالو یاغیانو پټن ځایونه له منځه یوسي.

جنرال ووټل د پنجشنبه په ورځ وویل چې پدې برخه کې د اسلام آباد له لوري مثبتې نښې ویني ، خو ټینګار یې وکړ چې غواړي پاکستان پر هغو یاغیانو چې په دې هیواد کې اوسیږي او په افغانستان کې جنګیږي ، فشار لا زیات کړي .

امریکا غواړي پاکستان پر هغو یاغیانو چې په دې هیواد کې اوسیږي او په افغانستان کې جنګیږي ، فشار لا زیات کړي
امریکا غواړي پاکستان پر هغو یاغیانو چې په دې هیواد کې اوسیږي او په افغانستان کې جنګیږي ، فشار لا زیات کړي

ووټل وایې تمه لري پاکستان دغه یاغیان ونیسي ، وې باسي او یا یې په نښه کړي.

دغه امریکایې جنرال همدا راز هغه عمده رول ته اشاره وکړه چې واشنګټن له اسلام آباده غواړي چې په افغانستان کې د سولي بهیر په برخه کې یې ولوبوي.

هغه وویل : « موږ همدا راز غواړو دوی هڅو ته دوام ورکړي چې طالبان اړ باسي چې د مذاکراتو میز ته حاضر شي او لدې فرصت څخه ګټه واخلي .»

دا څرګندوني داسي مهال شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره میاشت ویلي وو چې هیواد یې حاضر دی په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د رول په اړه له طالبانو سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي ، خو ټینګار یې دا وو چې دغه خبري به د افغانستان په مشرۍ کیږي .

طالبانو وړاندي د اشرف غني له حکومت سره خبري کول رد کړي وو او ټینګار یې کاوه چې یوازي د امریکا متحده ایالاتو سره خبري کوي .

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG