د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

کالاش د نړۍ د ارزښتمنو میراثونو په توګه

ملګرو ملتونو د کالاش په نوم کوچنۍ ټولنه د نړۍ په هغو ارزښتمنو میراثونو کې شامله کړه چې باید خوندي وساتل شي. د ملګرو ملتونو دسازمان تعلیمي، ساینسي او کلتوري ادارې یونسکو ویلي چې دا اقلیت ټولنه باید په بېړني ډول خوندي شي.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د کالاش په نوم کوچنۍ ټولنه د نړۍ په هغو ارزښتمنو میراثونو کې شامله کړه چې باید خوندي وساتل شي.

د ملګرو ملتونو دسازمان تعلیمي، ساینسي او کلتوري ادارې یونسکو ویلي چې دا اقلیت ټولنه باید په بېړني ډول خوندي شي.

کالاش یوه کوچنۍ ټولنه ده چې له نورستان سره نېږدې د پاکستان په غرنیو سیمو کې اوسي او ځانګړي کلتوري او مذهبي دودونه لري.

یونسکو په یوه بیان کې چې د نومبر په ۲۹مه خپور شو، ویلي چې د کالاش ټولنې مذهبي او کلتوري دودونه او د هغوی ژبه باید خوندي وساتل شي.

یونسکو دا ټولنه له ګواښ سره مخامخ بللې ده.

د رپوټونو پر اساس، د کالاش ټولنه ۴۰۰۰ وګړي لري.

هغوی ښايي تقریباً ۲۳۰۰ کاله مخکې په دې سیمه کې مېشت شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG