د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

تهران کې د امریکا سفارت د اشغال ۴۰مه کالیزه

نن په تهران کې د امریکا د سفارت د اشغال او د امریکايي ډیپلوماتانو د برمته کولو څلوېښتمه کلیزه ده.

د ۱۹۷۹ میلادي کال د نومبر پر څلورمه نېټه وروسته له هغه چې امریکا د ایران اسلامي رژیم ته د پخواني شاه محمد رضا پهلوي له سپارلو انکار وکړ، ایراني محصلان په تهران کې د امریکا پر سفارت ورغلل او د ۴۴۴ ورځو لپاره‌يې ۵۲ امریکايي ډیپلوماتان برمته وساتل.

له دې سره واشنګټن له تهران سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي پرون یکشنبه په تهران کې زرګونو محصلینو ته په وینا کې وویل چې هېواد یې تر اسلامي انقلاب وروسته څلور لسیزې له امریکا مخکې شوی دی.

هغه یو وار بیا له امریکا سره خبرې رد کړې او زیاته‌یې کړه: "ځیني خیال کوي چې له امریکا سره خبرې د هېواد ستونزې حلوي، دا لویه تېروتنه ده، سیال لوری په خبرو کې زموږ ناسته د اسلامي جمهوریت د په ګونډو کولو په معنی بولي، بالاخره ټول وايي چې موږ په سختو اقتصادي فشارونو او بندیزونو ایران په ګونډو کړ او خبرو ته اړ ایست."

د امریکا او ایران کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له ایران سره د نړۍ د څو اټمي قدرتونو له تړونه ووت او په دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.


نور راوښيه

XS
SM
MD
LG