د امریکا دمتحدو ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ په لومړي رسمي سفر پرون پنجشنبه دجولاي دوولسمه لندن ته ورسېد.
له دونالد ټرمپ سره د هغه مېرمن، ملانیا ټرمپ هم ملګرې وه.
دواړه په هلي کوپټر کې د بلینهایم ماڼۍ پورې ولاړل او له هلي کوپټره تر ماڼۍ، سره غالۍ ورته غوړول شوې وه.
ولسمشر ټرمپ اومېرمن يې بېګا ، په بلینهایم ماڼۍ کې ډوډۍ ته وبلل شول چې د بریتانیې صدراعظمې ترېزا مې هم برخه په کې درلوده.
بلینهایم ماڼۍ د بریتانیې د پخواني صدراعظم، وینستن چرچل د زېږېدو ځاي دی.
دونالد ټرمپ یو وخت ویلي و چې د چرچل له سیاستونو او شخصیته په مثبت ډول متاثر دی.
د بریتانیې چارواکو دونالد ټرمپ ته د بېګا مړۍ، د امریکا د جمهوررئیس په توګه بریتانیې ته د هغه دلومړي رسمي سفر د ښه راغلاست لپاره کړې وه.
په دې میلمستیا کې د بریتانیې یوشمېر پېژندل شوو سیاستوالو او سوداګرو هم ګډون درلود.
خو په لندن کې یوشمېرخلکو د ټرمپ د ورتګ پر ضد مظاهرې وکړې.
یوه مظاهره چي پرون په لندن کې درویټرزخبري اژانس ته وویل: "زه دلته د دونالد ټرمپ د راتګ پرضدمظاهرې ته راغلی یم ځکه زه فکر نه کوم چې هغه باید دلته را بلل شوی وائ. د هغه پالیسۍ ټولې ناسمې دي. د مکسیکویانو په اړه د هغه پالیسۍ زما په نظر د نژادي تبعیض پراساس دي. پر مسلمانانو د هغه بندیز زما له نظره ، بالکل غلط دی. "
د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ بریتانیې ته تر سفر مخکې، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې و او دناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې یې ګډون وکړ.
ټرمپ د بریتانې په ګډون خپلو اروپايي متحدانوته سختې خبرې وکړې او له هغوي یې غوښتنه وکړه چې پر خپلو پوځونو زیات لګښت وکړي او پر امریکا د ناټو د پوځي مصرف بار کم کړي
.
د ناټو په غونډه کې د بریتانیې صدراعظمې، ترېزا مې وویل چې ولسمشر ټرمپ باید د خپلو اروپايي متحدانو قدر وکړي اودې ته متوجه شي چې د ناټو غوښتونو ته تر بل هر هېواد مخکې، بریتانیې ځواب ورکړی دی.
خو ترېزا مې بېګا له ټرمپ سره په کتنه کې، د امریکا او بریتانیې د دوستۍ او ملګرتیا ستاینه وکړه .
مې وویل: امریکا او بریتانیه یوازې نږدې شریکان نه بلکه ګران دوستان دي.