د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۲۵

په روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې

په روسیه کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د رايو ورکول پيل شوې دي او ګڼ شمېر خلک په دې باور دي چې صدراعظم ویلادیمیر پوتین به یې وګټي. د ویلادیمیر پوتین په وړاندې څلور نور کاندیدان د جمهوري ریاست لپاره دریدلي دي، د انتخاباتو پروسه د روسیې د لري ختیځ د رايې ورکولو په مرکزونو کې پيل شوه . د چوکوتکا او کماچکا د سیمې خلکو د سهار په اتو بجو د راییو مرکزونو ته نوبت نیولی وو، څو انتخاباتو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې، چې په ټوله روسیه کې د سهار له اتو بجو څخه د رایو مرکزونه د ماخوستن تر اتو بجو پوري پرانیستي وي. ویل کیږي، چې تقریبا یوسل او لس میلیونه خلک په روسیه کې د راییو ورکولو په قانوني شرایطو برابر دي او په ۹۱ زره مرکزونو کې به رایې ورکړي. د روسي مطبوعاتو له راپور سره سم ، لږ تر لږه ۶۸۵ تنه معتبر څارونکي به د انتخاباتي مرکزونو د څارنې چارې پرمخ یوسي . د دې څارونکو له ډلې لږترلږه ۲۱۹ تنه د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د ماسسې له خوا ګومارل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG