د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د ناټو غړو هېوادونو د روسیې پر اقداماتو انتقاد وکړ 


د ناټو غړو هیوادونو مشران
د ناټو غړو هیوادونو مشران

د ناټو غړو هېوادونو د روسیې پر اقداماتو انتقاد وکړ او هغه‌یې امنیت ته زیان اړوونکي وبلل.

دوی د ناټو پر هر غړي برید د ناټو پر درستو غړو حمله وبلله.

د ناټو غړو د پوځي لګښتونو ټاکل شوي هدف ته د رسېدو لپاره کلکه ژمنه وکړه.

دې تړون د روسیې پر اقداماتو انتقاد وکړ، ویې‌ویل چې د روسیې اقداماتو د اروپا او نورو سیمو امنیت کم کړی دی.

د ناټو د مشرانو د غونډې په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوه، یو وار بیا د ناټو د منشور د پنځمې مادې په اړه د دې تړون پر دریځ ټینګار وشو چې پر اساس‌یې د تړون پر هر غړي حمله د ناټو پر ټولو غړو حمله ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ، چې پخوا یې د ناټو پر همدې مادې شک څرګند کړی و، د تېر کال په جون میاشت کې وویل دې مادې ته بشپړ ژمن دی.

ډونالد ټرمپ او د جرمني صدراعظمه انگلا مېرکل
ډونالد ټرمپ او د جرمني صدراعظمه انگلا مېرکل

ټرمپ د سهارنۍ په مهال د جرمني پر صدراعظمې انتقادونه وکړل، ویې‌ویل جرمني د روسیې له لوري کنټرولېږي او د روسیې په اسارت کې دی.

ده له انګلا مېرکل سره په کتنه کې بیا وویل:

"موږ د پوځي لګښتونو او سوداګرۍ مسئلو په اړه ډېرې ښې خبرې وکړې. موږ له صدراعظمې انګلا مېرکل او جرمني سره خورا ښې اړیکې لرو."

د ناټو د مشرانو د غوڼډې په اعلامیه کې له دې تړون سره د مقدونیا د یوځای کېدو لپاره دې هیواد ته رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

مقدونیا ته وروسته له دې بلنه ورکړای شوه چې له یونان سره د مقدونیا د رسمي نوم پر سر د څه باندې ۱۰ کلونو اختلاف حل شو.

یونان له ډېرو کلونو راهیسې د مقدونیا له رسمي نوم سره مخالف و، ځکه چې د یونان یوه سیمه هم مقدونیا نومېږي.

XS
SM
MD
LG