د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

اروپايي هېوادونه او د ناټو د لګښتونو په اړه ترینګلتیا


په بروکسل کی د ناټو مقر
په بروکسل کی د ناټو مقر

په داسې حال کې د امریکا او د ناټو د نورو غړو ترمنځ د ولسمشر ټرمپ هغه ټینګار ترینګلتیا زیاته کړې چې له اروپايي هېوادونو غواړي د ناټو تړون کې دې خپله مالي ونډه زیاته کړي.

د اروپايي شورا رئیس ډونالد ټوسک وايي، ولسمشر ټرمپ چې تقریباً هره ورځ په اروپا انتقادونه کوي، باید د خپلو متحدانو قدر وپېژني.

ټوسک دا خبره د سې شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې او ناټو ترمنځ د همکاریو د یو نوي توافق له لاسلیک وروسته خبریالانو ته وکړه.

ډونالد ټوسک
ډونالد ټوسک

نوموړي وویل:

"ولسمشر ټرمپ ته به چې له ډېر وخت راهیسې پر اروپا تقریباً هره ورځ په دفاعي برخه کې د ناکافي اقداماتو له کبله انتقادونه کوي، ووایم چې ښاغلی ولسمشر، د امریکا متحده ایالات له اروپا بهتر متحد نه‌لري او نه به‌یې پیدا کړای شي."

د اروپايي شورا رئیس زیاته کړه چې امریکا باید د خپلو متحدانو قدر وپېژني.

تقریباً په همدې وخت کې چې د اروپايي شورا رئیس ډونالد ټوسک په بروکسل کې دا خبرې کولې، ولسمشر ټرمپ اروپا ته د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره تر روانېدو مخکې پر خپل ټویټر د ناټو له غړو هېوادونو یو وار بیا وغوښتل چې خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې امریکا د نورو د ساتنې لپاره زیات لګښت کوي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو په حق عادلانه نه‌دي.

د نوموړي په وینا د ناټو غړي باید ډېر لګښتونه ورکړي او امریکا کم.

ولسمشر ټرمپ د ناټو له غړو هېوادونو څخه غوښتي چې تر ۲۰۲۴م کال پورې دې د خپلو ناخالصو عوایدو دوه په سلو کې برخه دفاعي لګښتونو ته بېله کړي.

یو شمیر اروپايي مشرانو اروپا ته د ولسمشر ټرمپ د دې سفر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ به د دې سفر په لړ کې د جولای په ۱۶مه نېټه په هلسینکي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

  • د سې شنبې په ورځ بروکسل ته تر روانېدو مخکې چې کله له ولسمشر ټرمپ وپوښتل شول چې ایا پوتین دوست دی که دښمن؟

ټرمپ وویل، دا مهال څه نه‌شي ویلی، خو تر هغه ځایه چې ده پورې ربط لري پوتین یو حریف دی.

نوموړي وویل فکر کوي چې له روسیې او چین سره د ښو اړیکو لرل بهتره دي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه د ناټو له مشرانو او پوتین سره د لیدنو په اړه وویل له پوتین سره به لیدنه د ناټو تر لیدنې اسانه وي.

اخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د پوتین او ټرمپ د لیدنو په اړه خوشبيني وښوده.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

ښاغلي سټولټنبرګ وویل:

"زه د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین د لیدنې هرکلی کوم چې کاملاً د ناټو د پالېسۍ سره اړخ لګوي. ناټو له روسیې سره په دوه اړخیز چلند باور لري، یعنې دفاع او ډیالوګ. موږ اړتیا لرو چې پیاوړي واوسو."

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ ناوخته اروپا ته پر لاره یو وار بیا پر خپل ټویټر ولیکل:

"په ناټو کې ډېر هېوادونه چې تمه ده موږ یې دفاع وکړو، نه‌یوازې د دوه فیصده لګښت پرې کولو اوسني تعهد په عملي کېدو کې پاتې راغلي چې کم هم دی، بلکې ډیر کلونه‌یې دا پیسې نه‌دي ورکړي. ایا دوی به دا پیسې امریکا ته ورکړي؟"

ښاغلي ټرمپ ورپسې په یو بل ټویټ کې ویلي:

"اروپايي ټولنه زموږ د دهقانانو، کارګرانو او کمپنیو لپاره دا ناممکنه کوي چې اروپا کې کاروبار وکړي، خو دوی له موږ تمه لري چې په خوشحالۍ یې په ناټو کې دفاع وکړو او په ښه توګه د دوی لګښتونه ورکړو، دا کار نه‌ورکوي."

XS
SM
MD
LG