د حج په پرونیو مراسمو کې تر ۷۰۰ ډېر حاجیان مړه شوي
سعودي ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر محمدبن نایف مکې ته نژدې د پرونۍ پېښې په اړه چې د راپورونو له مخې د خلکو په ټېل ماټېل کې له اوو سوو زیات حاجیان هم پi کې مړه او څه باندې اته سوه نور ټپیان شوي دي د تحقیقاتو امر کړی. د سعودي د رسمي خبري آژانس د راپور له مخې د دې څېړنو نتیجه به د سعودي پاچا ملک سلمان ته وړاندې شي. ملک سلمان له پېښې وروسته همداراز د حج د مراسمو د کلني پلان د بیاڅېړنې امر کړی.