د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

په پاریس کې یرغمل نیوونکي ووژل شول


په پاریس کې یرغمل نیوونکي ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

د فرانسې پولیسو د جمعې په ماښام، د پاریس ښار په دننه او بهر کې د یرغمل نیوونکو پر دوو ځایونو یرغل وکړ چې په نتیجه کې یې د "شارلي ابدو" مجلې په مرکزي دفتر د حملې د دوو تنو مشکوکو کسانو په ګډون؛ درې تنه یرغمل نیوونکي ووژل شول. د فرانسې جمهور رییس فرانسوا اولانډ وویل؛ د پاریس په ختیځه برخه کې د یهودیانو په یوې مغازه کې چې یوه وسله وال پنځه تنه یرغمل کړي وو؛ څلور یې وژل شوي دي. اولاند د دې کسانو وژنه د یهودیانو ضد عمل وباله. له القاعده شبکې سره تړلې دوه وروڼه چې د جنورۍ په اوومه یې په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې په مرکزي دفتر کې د حملې پرمهال دولس کسان وژلي وو؛ د جمعې په ماښام د پاریس ښار په شمال ختیځ لمن کې ووژل شول. راپوورنه وایي، شریف او سید کاوچي په یوې مطبعه کې پټ شوي وو؛ له ودانۍ نه راووتلل، پر امنیتي ځواکونو یې د ماشنیګڼو ډزې وکړې.

XS
SM
MD
LG