د جاپان پخوانی صدراعظم شینزو ابې څو ساعته وروسته تر دې ساه ورکړه چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال نن ډزې پرې وشوې.
د جاپان په معاصر تاریخ کې دا بېساری برید دی، ځکه چې په دې هېواد کې د وسلو د ګرځولو قوانین سخت دي او د شخړو کچه پهکې خورا ټیټه ده.
پولیسو ویلي دي چې یو، یو څلوېښت کلن کس یې د دې برید په تور نیولی دی.
اووه شپېته کلن شینزو ابې د دوه زره دولسم کال له ډسمبره د دوه زه شلم کال تر ډسبمر پورې د جاپان صدراعظم و.
ـــــــــــــ
د جاپان مخکېنی صدراعظم شینزو ابې نن جمعه د دغه هېواد سوېل لوېدیځ نارا ښار کې په ډز ویشتل شوی او د ژوندون نښې پهکې نهلیدل کېږي.
د کیودو خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د جاپان مخکېنی صدراعظم په یوه انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله چې د ډز غږ واورېدل شو.
د لبرال حاکم ګوند یوه باخبره سرچینه چې ابې هم د هغې له رهبرانو دی د جاپان رسنیو ته ویلي چې ښاغلی ابې په اورمېږ کې په نښه شوی دی.
خو اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي چې هغه پر ځمکه د لوېدو پر مهال په خپله سینه لاس ايښی و او هماغه مهالیې کمیس هم په وینو لړل کېږي.
د جاپان اېن اېج کې ټلوېزیوني شبکې هم راپور ورکړی دی چې پولیسو په سیمه کې یو مشکوک کس د شینزو ابې د وژلو لپاره د هڅې په تور نیولی دی.
خبرونو کې راغلي چې ښاغلی ابې د شا لهخوا په کور کې د یوې په لاس جوړ شوې وسلې په واسطه په نښه شوی دی.
د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، ښاغلی ابې د دغې حملې له امله «د زړه په ناکامۍ» اخته شوی، په دې معنی چې زړهیې نهشي کولای وینه پمپ کړي او بدن ته وینه ورسوي.
د جاپان چارواکي ځيني وختونه دا اصطلاح هغو شرایطو کې کاروي چې قرباني نور ژوندی نهوي، خو تر اوسه په رسمي توګه د ښاغلي ابې مړینه نهده تأیید شوې.
شینزو ابې په ۲۰۲۰ کال کې د صدراعظمۍ له څوکۍ استعفا وکړه او لاملیې یوه اوږدمهاله ناروغي وبلله.
د نارا ښار د جاپان په سوېل لوېدیځ او د اُساکا ښار ته نږدې پروت دی.