د چک جمهوریت مدني فعالانو هغه یهودي وګړی ستایلی چې د یهودانو د قتل عام له کمپ "اوشوویتز" ژوندی وتلی دی.
دا سړی اته اتیا کلن دی او جورج براډي نومېږي.
هغه ته باید د اکټوبر په اته ویشتمه د چک جمهوریت دولت د ښه خدمت مېډال ورکړی وای.
د اکټوبر په اته ویشتمه د چک جمهوريت ملي ورځ لمانځل کېږي. خو د چک جمهوریت ولسمشر مېلوش زېمن جورج براډي ته د مډال ورکولو پریکړه ردکړه او له دې امله، د دې هېواد د مدني ټولنې یو شمېر فعالان يې په قهر شوي دي.
ولسمشر زېمن، په اغلب ګومان، دا پریکړه د چین له حکومت سره د خپل دولت د اړیکو ښه ساتلو لپاره کړې ده.
جورج براډي د کاناډا اوسیدونکی خو په خټه د چک جمهوریت له یهودانو دی.
هغه په ۱۹۲۸میلادي کال کې د پخوانۍ چکسلواکیاپه "نووي میستو"ښار ګوټي کې زېږدلی و، خو کله چې نازي جرمنیانو دا هېواد ونیو، د جورج براډي مور او پلار هم د نورو یهودانو په څېرد "اوشوویتز" کمپ ته ولېږدول او هلته ووژل شول.
خو جورج او د هغه کشره خور هانا په "اوشوویتز" کې خدمت ته وګومارل شول.
وروسته بیا هاناچې ۱۳ کلنه وه، د دې کمپ په "ګازخونه" کې ووژل شوه خو جورج په تېښته بریالی شو.
د نازي جرمنیانو له دې کمپه ډېرکم یهودان ژوندي وتلي او جورج براډي د خپل عمر زیات کلونه د دې تاریخي پيښې په اړه د معلوماتو په خپرولو او د خلکو د ذهنیتونو په روښانولو تېر کړي دي.
هغه د خپلو دې هڅو لپاره د چک جمهوریت له لوري دولتي مډال ته کاندید شوی و.
ټاکل شوې وه چې د چک جمهوریت ولسمشر په خپل لاس، د جورج براډي ته د ښه خدمت مډال ورکړي.
خو کله چې د چک جمهوریت ولسمشر په دې اړه خپله پریکړه بدله کړه، هغه مطبوعاتو ته وویل چې په دې مراسمو کې به ګډون ونه کړي.
جورج براډي د چک جمهوریت کورنیو مطبوعاتو ته څرګنده کړه چې د دې مډال د ګټلو توقع هم نه لري.
خو جورج براډي د چک جمهوریت له هغو مدني فعالانو او څېړنیزو ادارو مننه کړې چې دده په ملاتړ کې يې غږ اوچت کړی دی.
براډي ویلي:
"دا څرګندوي چې د چک جمهوریت خلک تر کومه حده د یهودانو د قتل عام او د دوهمې نړیوالې جګړې له وحشته خبر دي."
هغه ته د انګلستان ملکې او د جرمني حکومت هم د غوره خدمت او زړورتیا مډالونه او جایزې ورکړې دي.
په چک جمهوریت کې خلک په دې اړه د ولسمشرله پریکړې خوابدي دی.
داسې ګڼل کېږي چې دا پریکړه د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر سر د ملیوش زېمن او د هغه په کابینه کې دوزیر دانیل هرمن ترمنځ له اختلافاتوسره تړاو لري.
دانیل هرمن د جورج براډي وراره دی.
دانیل هرمند ولسمشر میلوش زېمن د توقع خلاف، تېره اوونۍ د تبتیانو له مذهبي مشر دلای لاماسره وکتل.
ولسمشر زېمن په وروستیو کې له چین سره د خپل حکومت د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې.
ولسمشر زېمن دلای لاماته د تشدد خوښونکي بیلتون غوښتونکي په سترګه ګوري.
د چک جمهوریت د فرهنګ وزیر دانیل هرمن د شنبې په ورځ د خپل هېواد ملي ټلویزیون ته وویل چې ولسمشر مخامخ ورته ویلي و چې که له دالای لاما سره وګوري، د اکا نوم به یې د ښه خدمت دولتي مډال ته د کاندیدانو له لسته وباسي.
خود چک جمهوريت د پلازمېنې پراګ او د دې هېواد د دوهم ستر ښار "برنو" ښاروالانو او د یو شمېر څېړنیزو مرکزونو مشرانو ځانونه رامخکې کړي او د جورج براډي د خدمت د ستاینې غږ یې اوچت کړی دی.
د پراګ ښاروالې ادریانا کرناڅووا پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د ولسمشر زېمن پر پریکړې د شرمنده ګۍ احساس کوي.
هغې ویلي چې د جورج براډي د خدمت د ستاینې لپاره به د پراګ ښار کونجي چې سمبولیک اهمیت لري، ورکړي.
د چک جمهوریت د مالیې وزیر دا رد کړې چې جورج براډي ته د مډال نه ورکولو پریکړه د چین او چک جمهوریت له اړیکو سره ارتباط لري.
خو دا خبر یې تائید کړی چې د فرهنګ له وزیر دانیل هرمنه غوښتنه شوې وه چې له دلای لاما سره له کتنې ډډه وکړي.