د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۳

د قذافي مخالفو پر لیبیا د امريکايي بې ټیلوټه الوتکې د حملې هرکلی وکړ


امریکايي بې پیلوټه الوتکو په نورو جګړو کې خپل اغیزمنتیا ثابته کړې ده.
امریکايي بې پیلوټه الوتکو په نورو جګړو کې خپل اغیزمنتیا ثابته کړې ده.
د قذافي پلوي ځواکونو پرضد د بې پیلوټه الوتکې له خوا د لومړني توغندي ویشتل وښودله، چې څنګه د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوې بلې ګډې وډې جګړې کې د سپنې ماڼې په وسلې بدلې شوې.

خو ډیر لږ شمېر په دې اند دي، هغه الوتکې چې له لرې کنټرولیږي وبه کړای شي، چې په لیبیا کې جګړو ته د پای ټکی کیږدي.

د قذافي مخالف ځواکونه چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په حملو کې د متحد ایالاتو له ډیرې لږې ونډې سر ټکوي د شنبې په ورځ وروسته له دې چې د مصراته پر محاصره شوې ښار د توغندي حمله وشوه دوی خوشاله شول او نوې ساه په کې وچلیده.

طارق خلیل شهاباني چې د قذافي ضد له مخالفینو څخه دی وايي، انشااله بې پیلوټه الوتکې به اوضاع بدله کړي.

هغه چې د خپلو نورو ملګرو سره د مصراته د ښار په یوې ویجاړې سیمې کې خبرې کولې زیاته کړه، چې دوی په نورو هدفونو هم د الوتکو د بمباري په تمه دي.

تیره اوونۍ د ولسمشر اوباما ادارې وویل، هغه د ناټو د هوايي ځواکونو د پیاړوتیا لپاره، چې د قذافي د پلویانو پرضد عملیات کوي، د بې پیلوټه الوتکو حملې تصویب کړي. د بې پیلوټه الوتکو څخه ډیر ځله د ترهګرو پر مرکزونو د بمباري لپاره کار اخستل کیږي.

د متحد ایالاتو جمهور رییس هڅه کړې، چې د لیبیا په ماموریت کې د خپلو اورپایې متحدینو له غوښتنو سره سم یو تعادل په نظر کې ونیسي او د لیبیا په جګړه کې د امریکا رول پیاوړی کړي.

امریکايي سناتور جان مکین وايي، بې پیلوټه الوتکو په نورو جګړو کې دا ثابته کړه، چې ډیرې اعیزمنې دي.

هغه چې په لیبیا کې د پاڅون کونکو ډیر سخت پلوی دی د بن غازي په ښار کې د مخالفینو سره د لیدو پر مهال وویل، هیله من دی، چې دا وسله به د جګړې په ډګر کې ښه کار ورکړي.

په مصراته کې چې خلکو یې د قذافی د پلویانو له خوا د توغنديو په حملو کې سخت تکلیفونه ګاللي له یوه بهرني هیواده د پرمختللې وسلې تر لاسه کولو او له بې پيلوټه الوتکو څخه د کار اخیستو خلک ډیر خوشاله کړي.

په بنغاري کې د مخالفو ځواکونو ویاند ډګروال احمد عمر باني وايي، دوی د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ډیر خوښ کړي دي. هغه وايي د بې پیلوټه الوتکو کارول په دې معنی ده، چې امریکا له هغوی سره ده.

د متحد ایالاتو د دفاع د وزارت له نظره له لرې لارو عملیات د بې پيلوټه الوتکو یوه پیاوړې ځانګړتیاده. په دې معنی چې په کې د پیلوټ د وژني امکان نشته او په موګاډیشو کې د امریکایې هلیکپترو د نسکورولو په شان مصیبت به په مصراته کې نه تکراریږي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې دا بې پیلوټه الوتکې په عصري وسایلو سمبال دي دا به تیروتنه وي که داسې فکر وشي چې دا روبات ډوله الوتکې به د جګړې لوری بدل کړي.

شاشانک جوشي، چې د لندن د سلطنتي انسټيټیوټ کارپوه دی وایي، دا به کاملا اشتباه وي که بې پیلوټه الوتکو ته د یوې جادويي وسلې په توګه وکتل شي.

هغه زیاته کړې هغه څه چې په مصراته کې د جنګ لوری بدلوی شي، د مصراته په سیمه کې د رژیم د ځواکونو او یا شورشیانو ته د سوق او ادارې ورکول دي.
XS
SM
MD
LG