هغه غونډه چې د پكتيا پوهنتون د فارغانو او د اريانا پوهنتون د ادغام په وياړ د پكتيا د جرګو په تالار كې جوړه شوې وه، په كې د دې ولايت سلګونو تنو اوسېدونكو، حكومتي چارواكو، په ولسي او مشرانو جرګو کې د پکتيا او د خوست د خلکو استازو او د پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو او د هغوي خپلوانو ګډون کړی وو.
اريانا پوهنتون چې د طب، انجينري او حقوقو درې پوهنځي لري پکتيا والو يې څو ، څو ځلي له مرکزي دولت څخه پکتيا ته د را انتقالېدو غوښتنه کړې وه او شا او خوا يو كال وړاندې يې ولسمشر حامد کرزي د را انتقالېدو حکم ورکړ، سږ كال په رسمې ډول له پكتيا پوهنتون سره يو ځاى شو.
غونډې ته ډېرى ويناوالو په خپلو خبرو كې په سيمه كې د پوهنتون په ارزښت او پكتيا پوهنتون كې د اريانا پوهنتون په مدغم كېدو خوښي وښودله او ويناوالو يې له ټولو هغو گډونوالو مننه وكړه، چې د دې پوهنتون په را انتقالولو كې يې مرستې كړې.
د پکتيا پوهنتون ريس پوهاند عبيدالله پريار غونډې ته د وينا په مهال وويل، په دې سره وياړ کوي چې سږ کال بيا د کرنې له پوهنځي څخه څلور شپېته او د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه دوه دېرش تنه فارغان ورکوي نوموړي زياته کړه.
نوموړی وايي، دا مهال د محصلانو تر ټولو غټه ستونځه د ليليې نشتوالى دى او زياته يې كړه چې د پوهنتون رياست او ولايتي چارواكي په دې هڅه كې دي چې محصلانو ته وړ شرايط برابر كړي،نوموړي وويل:
(موږ په پوهنتون کې د وس تر بريده کوښښ کړی، چې ټولو محصلانو ته د زده کړي وړ شرايط برابر کړو، خو بيا هم ځينې شتونزې شته چې موږ به يې په راتلونکې کې انشاالله هوارولو ته لارې چارې پیدا کوو.)
همدا ډول په غونډه كې دا هم ياده شوه، چې د پوهنتون هغو استادانو ته چې د نورو ولايتونو اوسېدونكي دي، دې ژر تر ژره د كور جووړولو غم هم وخوړل شي.
بل خوا د دغه ولايت والي جمعه خان همدرد د غونډې ګډونوالو ته ژمنه وركړه، چې د پكتيا پوهنتون د بهبود او پرمختګ لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
نوموړي له فارغينو څخه دا غوښتنه هم وكړه، چې كه دوي غواړي د پكتيا په هغو ولسواليو كې چې د ښوونكو د كمبود له ستونځې سره مخ دي، د ښوونكو په توګه دنده اجرا كړي، نو سر له سبا به يې د لوړو معاشونو په بدل كې پر دندو وګماري.
د محصلانو په استازيتوب د ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ خواځک خپلواک خوښي وښوده چې نن د فراغت سند ورکول کېږي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې دوي به د هېواد چوپړ ته په صداقت سره ملا تړي او د خپلو استادانو هغه ربړي به نه هيروي چې له دوي سره يې د څلورو کالونو په اوږدو کې ګاللي دي .
پکتيا پوهنتون چې د اريانا پوهنتون په مدغمېدو سره يې د پوهنځيو شمېر پينځو ته پورته شو، شا او خوا درې زره محصلان په كې په زده كړو بوخت دي او له تېرو څلورو كلونو راهيسې يې ټولنې ته په سلګونو تنه فارغان وړاندې كړي دي.
د ليلي نه شتون، د تدریسي بلاکونو کمښت، د مجهز لابراتوار او بشپړ کتابتون نه موجوديت هغه ستونځې دي چې د دې پوهنتون محصلان يې د هوارولو غوښتنه او مسوولين يې د هوارولو ژمنه كوي.