د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۵

ولې ځايي خلک له دواړو لورو روغ زړه نه لري؟


نیویارک ټایمز د پکتیکا ولایت د یو لیرې پراته کلي کیسه کوي، چېرې چې وخت ناوخت ورته وسلوال طالبان تګ راتګ کوي .

ورځپاڼه وايي، یو سهار چې پلي امریکايي سرتیري دې کلي ته ورغلل نو ویې لیدل چې د کلي خلک ویریدلي، دوي نه یوازې له طالبانو ویریدلي بلکې له ناټو یې هم ویره لرله .

د مطیب خان په نوم د کلي یو سپين ږیري امریکايي سرتیرو ته وویل، موږ له دواړو خواوو څخه ویریږو او له یو لوري هم روغ زړه نه لرو .

ورځپاڼه وايي، د دې سپین ږیري دا انديښنه د افغانستان د ګڼو نورو لرې پرتو کلیو او بانډو د خلکو یو شریکه ستونزه ده، دوي چې کله په خپلو مځکو کې کار کوي او یا په دښتو کې خاشاک ټولوي نو انديښنه يې وي چې افغان او ناټو ځواکونه به پرې د وسلوالو طالبانو ګومان وکړي او که له ناټو سره مرسته وکړي او یا یې ان له سرتیرو سره خبرې وکړي نو د طالبانو له غوسې سره به مخ شي .

ورځپاڼه د پکتیکا د دې لرې پراته کلي د سپین ږیر مطیب خان له خولې وايي:

موږ د شکایت لپاره وسلوالو طالبانو ته ورتلی نه شو او که حکومت د شکایت لپاره ورځو نو طالبان راباندې خبریږي او د جاسوس په تور مو وژني .

ورځپاڼه د پوځیانو له خولې وايي، هغه ولایتونه چې د پاکستان د قبایلي سیمو سره پوله لري د وسلوال د تګ راتګ لارې دي او په اسانۍ ترې وسلوال د پاکستان په قبایلي سیمو کې خپلو پټنځایونو ته ورځي .

د نیویارک ټایمز په باور د تیرې یوې لسیزې په جګړه کې د پکتیکا ولایت د ایتلافي ځواکونو لپاره د افغانستان څلورم خونړی ولایت و چېرې چې قبایلي سیستم لا هم پیاوړی دی او همدا د وسلوالو د پیاوړتیا سره مرسته کوي .

ورځپاڼه د پوځ د یوې سروې په حواله وايي، چې په پکتیکا کې تر نیمايي زیات خلک له وسلوالو طالبانو سره خواخوږي لري او د بهرنیو ځواکونو څخه ښه نه وړي او هغه کسان چې له طالبانو سره خواخوږي نه لري څه یې له لاسه پوره نه دي .

د مطیب خان په نوم سپین ږیري د ناټو سرتیرو ته مشوره ورکړه، چې ښه به دا وي په دې سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه یو شمېر ځای پر ځای شي، د چا په وړاندې چې خلک ډیر بدبین نه دي .

ورځپاڼه د نوموړې له خولې وايي، اوس وسلوال طالبان دې کلیو ته د افغانستان د پولیسو او ملي اردو په یونیفورمونو کې راځي.

هغه وویل ډیر کله وسلوال طالبان په خوړو پسې له غرونو خپل کسان کلیو ته را استوي او له خلکو مرسته غواړ ي.

نوموړي د ناټو سرتیرو ته دا هم وویل، چې تر اوسه وسلوالو د ده د کلي تقریبا اته کسه نیولې او تور يې پرې لګولی چې حکومت ته جاسوسي کوي، دا وايي وسلوالو درې تنه له دوي څخه وژلي او پنځه نور يې خوشې کړي دي .

د حاجي عبدالکیبر په نوم یو ځايي سوداګر د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي موږ تر اوسه نه ده لیدلي چې ناټو دې څوک وژلی وي خو که موږ د ناټو یا افغان حکومت له سرتیرو سره تماس ولرو طالبان مو وژني .

د ورځپاڼې په باورددې سیمو خلک ډاډ او خوندیتوب ته اړتیا لري او هرڅوک چې ورته دا برابر کړي د هغه سره به ولاړ وي .
XS
SM
MD
LG