د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

افغانستان له ترکمنستان او اذربایجان سره نوې فرهنګي اړیکې ټینګوي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان ترمنځ د ګډو تاریخي، فرهنګي او هنري اړیکو دلاټینګښت او پراختیا نوی باب پرانستل شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې تیره اوونۍ د یادو هیوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیرانو په بلنه، د ده په مشرۍ افغان هنري پلاوي هلته ورغلی او د هغو هیوادنو له فرهنګي چارواکو سره یې یولړ کټور مذاکرات ترسره شوي دي.

ډاکتر رهین وویل، د درې واړو هېوادونو فرهنګي او هنري چارواکي په دې نظر و، چې د دوی ترمنځ تاریخي، فرهنګي او هنري اړیکې سړښت ته پرې نه ښودل او له سره تودې او پراخې شي. ده وویل:

"د ملي ارشیف، راډیو تلویزیون، تیاتر او سینما به برخه کې انشااله مرستې پیلیږي، زموږ له لوري د توافقنامې سند بشپړ شوی او د میاشتې ترپای به لاسلیک شي.

له مخې به یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هنري مرستې، تګ راتګ، مشورې او د هنري لاسته راوړنو پراختیا او ساتنه نوره هم دوامداره شي.″

ښاغلي رهین دا هم وویل، ورته خبرې د اذربایجان له فرهنګي چارواکو سره هم ترسره شوي، چی د هیوادونو ترمنځ د فرهنګي او هنری اړیکو د پراختیا هیلې زیاتوي.

افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکي لري، خو په دې هېواد کې شاوخوا دېرش کلنو جنګونو ګاونډیو سره دغه اړیکې سړې کړې وې.

کارپوهان وایي، دا ډول اړیکې کولی شي، د سیمې د هیوادونو پر نورو اړیکو لکه سیاست، سوداګري، ترانزیت او داسې نورو اقتصادی برخو مثبته اغیزه وکړي.
XS
SM
MD
LG