د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

یوناما: په تېرو څلور کلونو کې ۹ زره ملکي وګړي وژل شوي


راپوروایي دتیرکال ملکي وژنې د وړم کال په نسبت په سلو کې پنځلس زیاتوالی ښي.
راپوروایي دتیرکال ملکي وژنې د وړم کال په نسبت په سلو کې پنځلس زیاتوالی ښي.
په افغانستان کې یوناما، یا د ملګروملتو د سازمان سیاسي دفتر د هیواد په جنګونو کې پر ښکېلو دواړو اړخونو غږ وکړ چې، په نښتو کې دې د ملکي خلکو د سرومال خوندیتوب ته زیات پام وکړي.

یونما په جنګونو کې د ملکي خلکو په ریاتیدونکو وژنو اندیښنه ښودلي او د مخنیوي لپاره یې د تدابیرو په غوره کولو تاکید کړی دی، د یوناما د دفتر د دبشر د حقونو د څانګی مشره، ګینو وایي:

″په تیرو څلوروکلونو کې کابو نهه زره ملکي خلک د افغانستان په جنګونو کې وژل شوي دي. دا باید هم وویل شي، چې دا شمېره ډیره زیاته ده او مهمه دا چې کال په کال زیاتیږي.″

راپور وایي دا وژنې، د ترور، د سړک پرغاړو د ښخ شوي ماینونو، بمباریو، ځان وژونکو بریدونو، د توغندیو په ویشتلو او داسې نورو پیښو کې شوي دي.

راپوروایي دتیرکال ملکي وژنې د وړم کال په نسبت په سلو کې پنځلس زیاتوالی ښي.

راپور دا هم وایي، دا وژنې د افغانستان د نورو سیمو څخه په جنوبي سیمو کې زیاتې پیښې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا مني چې په بریدونو ملکې خلکو ته زیان رسیدلی خو مخنیوي ته یې نوي تدابیر نیولي دي.

د کورنیوچارو وزارت د اوپراسیون رییس وسیم وایي:

″د دې ګواښ پروړاندې د مبارزې لپاره، د کورنیو چاروپه وزارت کې د انجینرۍ یوریاست جوړشوی، په ولایتونو اوساحوي مرکزونو کې د هم اهنګي مرکزونه فعال شوي، چې د کورنیو چارواو دفاع وزارتونو، ملي امنیت او بهرنیو ځواکونه په کې په احتیاط سره پیښې څاري، داارګانونه روان کال ته نوي پلانونه لري، چې له پلي کیدو سره به یې ستونزه کمه شي.″

یونما او کورنیو چارو وزارت وایي، د ملکي خلکو وژنه د وسله والو مخالفینو په بریدونو زیاته ده، خو وسله مخالفینو په انټرنت پاڼو کې له دی راپورونو سره مخالفت ښودلې.

کارپوهان وایي، د عملیاتو په وخت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د هم اهنګي نشتوالی، ناسم راپورونه او غلط تشخیص د ملکي خلکو د مرګ ژوبلیي یوازینی سبب دی، چی په جنګ کې ددواړوښکیلو اړخونو لخوا ورته پاملرنه نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG