د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ایراني ځواکونو سني مظاهره کوونکي ووژل


مظاهره کونکو په ضد د امنیتي قواو په حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي، شل تنه زخمیان دي او لس هاوو تنه نیول شوي دي.
مظاهره کونکو په ضد د امنیتي قواو په حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي، شل تنه زخمیان دي او لس هاوو تنه نیول شوي دي.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي وايي، د ایران په جنوب د خوزستان ولایت د اهواز په ښار کې لږترلږه دولس تنه سنیان د جمعې په ورځ د امنیتي ځواکونو او حکومت ضد اعتراض کونکو ترمنځ په نښته کې وژل شوي وي.

دا خبره شیرین عبادي د دوشنبې په ورځ د ملګروملتو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ ته په خپل لیک کې کړې ده. د ایران جنوبي ولایت خوزستان د تیلو غني زیرمې لري او اکثر اوسیدونکي یې په خټه عرب دي.

د میرمن عبادي په وینا په اهواز کې سل هاوو کسان د جمعې په ورځ د سنیانو په ضد د تهران د حکومت له خوا د تبعیضي چلند په ضد د سوله ایزې مظاهرې لپاره را غونډ شوي وو.

د شیرین عبادي په لیک کې راغلي چې د مظاهره کونکو په ضد د امنیتي قواو په حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي، شل تنه زخمیان دي او لس هاوو تنه نیول شوي دي.

شیرین عبادي په ایران کې د سنیانو په وړاندې د حکومت پرچلند په انتقاد کې ویلي:

"هغه ایرانیان چې عربي وايي، په ایران کې د اسلامي جمهوریت د تشکیل په تیرو ۳۲ کلونو کې له بې عدالتۍ څخه کړيدلي دي او سخت زیات تبعیض ورسره شوی دي.″

په ایران کې د عربانو پر وړاندې له توکمیز تبعیض سره د مبارزې د ادارې ریس یوسف عزیزي چې مقر یې په لندن کې دی، ازادي راډیو ته وویل، چې دا سوله ایزه مظاهره په اهواز کې له عربو ایرانیانو سره د موجود فرهنګي، اقتصادي او سیاسي تبعیض په ضد وه.

″دې کسانو غوښتل چې په خپلو حقونو تاکید وکړي او هغه ورځ ولمانځي.″

د بشري حقونو دا مدافعین او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي په داسې حال کې په ایران کې له سنیانو سره د حکومت پر چلند انتقاد کوي، چې په دې وروستیو کې د تهران رژیم په زغرده د بحرین په سني حکومت انتقاد وکړ چې د اکثریت شیعه ګانو په ضد یې له زیاتې قوې څخه کار اخیستی دی.

له سوریې پرته چې د تهران د رژیم له نږدې ملاتړو او ملګرو دی ایران په وروستیو کې په منځني خیتځ کې د ټولو ډیموکراسي پلوو ولسي اعتراضونو ملاتړ کړی دی.

د ایران دولتي مطبوعاتو په لومړیو کې په اهواز کې وروستۍ نښتې له نظره وغورځولې خو د ایران کې نیمه دولتي خبري اژانس فارس په پيښه کې د یوه تن د وژل کیدو او د یوه بل د زخمي کیدو خبر خپور کړ.

په انګلستان کې د بشري حقونو د څارنې د یوې ادارې مسولینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې په اهواز کې د وروستۍ سوله ایزې مظاهرې ګڼ شمیر ګدونکونکو دا خبره تایید کړې، چې حکومتي ځواکونو پر سوله ایزو مظاهره کونکو ډزې کړې او دولس تنه یې وژلي دي.

په ایران کې د بشري حقونو او اقلیتونو د حقوقو د دفاع سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې د نیول شویو اعتراض کونکو برخلیک نه دی څرګند او حتی دا هم نده معلومه چې دا کسان چیرته لیږدول شوي دي.
XS
SM
MD
LG