د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

لویه څارنوالۍ:د شمېرل شوو رایو پایلې به ژر اعلان شي


 د لویي څارنوالۍ ویاند امان اله ایمان
د لویي څارنوالۍ ویاند امان اله ایمان
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، د ولسي جرګې د کاندیدانو د رایو بیا شمېرنه به په راتلونکو څه باندې دوه اونیو کې بشپړه او ستره محکمه به یي په هکله وروستی پریکړه اعلان کړي.

د لویي څارنوالۍ ویاند امان اله ایمان د سې شنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل چې له کابل ولایته پرته په نورو ټولو ولایتونو دا لړۍ په شفافه توګه پای ته رسیدلې ده.

ښاغلي ایمان د ولسي جرګې د کاندیدانو د رایو د بیا شمېرنې په هکله وویل:

(له کابله پرته په نورو ولایتونو کې د رایو شمېرل بشپړ شوي په کابل کې په دوو کې بشپړ شي.

دا لړۍ په شفافه توګه پرمخ تللي، په دې کمیسیون کې د څوارلسو ارګانونو استازېو برخه اخیستي، ښه څارل شوې ده، موږ غواړو دا ځل د کوم کاندید حق تر پښولاندې نه شي.)

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته
یو شمېر کاندیدانو، ځینو خلکو او ان عدلي ادارو دغه انتخابات مشروع ونه ګڼل، خو کله چې معترضو کاندیدانو د دوي شکایتونو لوی څارنوالۍ ته وسپارل او په مظاهرو یي لاس پورې کړ، سترې محکمې د ستونزې د حل لپاره ولسمشر ته د یوې ځانګړې محکمې د جوړېدو پیشنهاد وکړ، چې جمهوررییس هم ومانه.

دی محکمې له څه باندې څلور میاشتو راهیسي کار پیل کړی او وایي چې په انتخاباتو کې یي د څیړلو وړ درغلي موندلی دی .

د معترضو کاندیدانو له ډلې کبیر رنجنبر، سره له دې چې د ځانګړې محکمې له چارو راضی دی، خو نتایجو ته یي په بې صبرې انتظار باسي، ده ازادۍ رادیو ته وویل:

(د محکمې چارې ښې پر مخ روانې دي، خو لږ څه ځنډنی دی،موږ باور لرو چې د ولسي جرګې په لسګونو اوسنی غړی په درغلیو جرګې ته ورغلی دی. هیله ده ستره محکمه ژر تر ژره خپله پریکړه اعلان کړي.)

شریفه زرمتی هیله ښيي، هغه کورني او بهرني لاسونه چې د دې محکمې نتایج ګډوډول غواړي، هغه دې ترې لرې وي:

(زموږ ډیرې ورکې رایي وموندل شوې، دا لړۍ بریالۍ ده، ښې نتیجې به ترې حاصلې شي، خو په دې شرط چې لاس وهنه په کې ونه شي.)

له دې مخکې لویي څارنوالۍ ویلي وو، د یو شمېر دوسیو له څیړلو یي موندلی چې په اوسني ولسي جرګه کې داسې غړی هم شته چې باید پر دوي د لګیدلو تورونو د سپیناوي لپاره عدلي ارګانونو ته ورشي.

د اوسني ولسي جرګې ځیني غړي وایي، د انتخاباتو د شکایتونو د څیړلو ځانګړې محکمه غیر قانونی ده، دوي څو ځلي له ولسمشر نه غوښتي چې دا محکمه دی لغوه کړي.

خان محمد سیند،کابل
XS
SM
MD
LG