د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

ولې افغان حکومت او طالب وسله وال پر یو بل باور نه شي کولای؟


ښاغلي مجاهد وايي، د دواړو خواو کې پر یو بل باور پیدا کول د سولې د خبرو په مخ کې تر ټولو ستونزمنه مساله ده
ښاغلي مجاهد وايي، د دواړو خواو کې پر یو بل باور پیدا کول د سولې د خبرو په مخ کې تر ټولو ستونزمنه مساله ده
د افغانانو ترمنځ بې باوري ژوره ده، سره له دې چې اوس په تدریجې توګه لویدیځ دې ته ورمات شوی چې د وسلوالو طالبانو سره د خبرو په برخه کې د افغان حکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړي. خو د سولې دا خبرې تر اوسه له عملي کیدو لرې ښکاري.

په دې برخه کې دا مهال لویه ستونزه د دواړو خواوو ترمنځ بې اعتمادي ده.

که څه هم لویدیځې رسنۍ د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د پټو خبرو راپورونه ورکوي، خو تر اوسه په رسمي توګه داسې کومې خبرې اترې نه دی شوي.

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پخوانی استازی عبدالحکیم مجاهد چې اوس د سولې د هغې اویا کسیزې عالي شورا غړی دی، چې د کابل حکومت تیرکال د طالبانو سره د خبرو اترو د پیل لپاره جوړه کړه وايي، ښايي له طالبانو سره تر اوسه ځینې غیر رسمي تماسونه نیول شوې وي، خو تر دې زیات څه تر دې مهاله نه دي شوي.

طالبانو ته ځینې نیږدې افغان سرچینې تاییدوي، چې وسلوالوطالبانو د کرزي له حکومت او د سولې له شورا سره د ځینو تماسونو یادونه کړې، خو دوی په څرګنده د دې تماسونو له تاییدلو ځکه ډه ډه کوي، چې فکر کوي د دوی ترمنځ یووالی به زیانمن کړي او د دوی په اړه به عامه تصور هم ګډ وډ کړي.

دا سرچینې وايي، وسلوال طالبان د افغان حکومت پر هغو دعوو شک لري، چې وسلوالو طالبانو ته یې د امتیازاتو ورکولو په برخه کې کوي او وايي دوی به له ځان سره په حکومت کې یوځای کړي، دندې او پیسې به ورکړي او امنیت به يې تضمین کړي.

عبدالحکیم مجاهد په دې ورستیو کې د سولې د عالي شورا د هغې هیات غړی و، چې د ترکیې انقرې ته یې سفر کړی و. د ترکیې ولسمشر منلې چې د طالبانو لپاره به په خپله خاوره کې سیاسي نمایندګي پرانیزي څو طالبان د نړېوالې ټولنې سره له یو څرګند ادرس څخه خبرې وکړی شي.

خو ښاغلي مجاهد وايي، د دواړو خواو کې پر یو بل باور پیدا کول د سولې د خبرو په مخ کې تر ټولو ستونزمنه مساله ده:

"په افغانستان کې د بې اعتمادۍ فضا تر ټولو ستره ستونزه ده. تر اوسه پورې د نړېوالې ټولنې او وسلوالې طالبانو ترمنځ د بې اعتمادۍ لوی بحر او سیند موجود دی همدارنګه د افغانستان د حکومت او مخالفینو تر منځ هم اعتماد نه شته."

د سولې د عالي شورا بل غړی مولوي قیام الدین کشاف وايي، تر اوسه پورې چې له طالبانو سره کوم تماسونه نیول شوي هغه یوازې په ځینو استازو پورې محدود وو.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، دا شورا هلې ځلې کوي چې د وسلوالو مخالفینو سره تماس ټینګ کړي او همدارنګه د نړېوالې ټولنې سره هم ښکیل ده.

د ښاغلي کشاف په وینا دوی هڅه کوي، چې د دواړو خواو ترمنځ د باور یوه فضا رامنځ ته کړي خو په دې برخه کې د ده په وینا ځینې سیاسي او لوژیستیکي ستونزې شته:

"دلته یو خوندي ځای په کار دی، د خوندیتوب تضمین په کار دی، ښکاره خبره ده، چې هغوی مشکلات او ستونزې لري چې باید هواري شي. نو تر اوسه مو دا ستونزې نه دي هوارې کړي."

د سولې د عالي شورا د دارلانشا ریس محمد معصوم ستانکزی چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د پلان له مهمو طراحانو څخه دی تیره اوونۍ يې په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې په دې برخه کې د یو شمیر موجودو خنډونه یادونه وکړه او ویې ویل:

"که چېرې تاسو فکر کوئ، چې د یودېرش کلونو تراژیدې په شپږو میاشتو کې هواره شي نو په دې برخه کې شته خنډونه به مو له پامه غورځولې وي."

خو ښاغلي ستانکزی چې د ولسمشر سلاکار هم دی، په دې برخه کې اوسنۍ هلې ځلې په مثبته بڼه یادې کړې:

"له طالبانو سره تماسونه روان دي، په دې برخه کې کافي هلې ځلې شوې دي. په مختلفو طریقو او لارو، زموږ هیاتونه هم تللي او د هغوی هم راغلي او پر دې باندې بحثونه روان دي. دا خبره به هغه مهال سړی روښانه کړي چې دا خبرې اترې یو سم رسمي چوکاټ ته ور ولویږي نو هغه نتیجه به یې سړی اعلان کړي."

خو وسلوالو طالبانو بیا د تل داسې تماسونه رد کړي او د کرزي له خوا د سولې پروسه د سټیج یو ډرامه بولي. دوی تیره میاشت په خپله یوه خبر پاڼه کې د سولې شورا د خلکو د جیبونو د ډکیدو لپاره یوه پلمه بللې وه.

طالبانود خبرو اترو د پیل لپاره بیا بیا خپله دا غوښتنه تکرار کړي، چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي نو دوی په هغه صورت کې د کابل له واکمنو سره خبرو ته چمتو دي.

خو دوی له هېواد څخه بهر د د تماس د جوړیدو د یو دفتر خبره نه ده رد کړې. تیر کال ازادي راډیو سره په یو لیکنۍ مرکه کې د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل:

"د افغانستان اسلامي امارت د داسې یو دفتر غوښتنه نه ده کړې او دا غوښتنه د ځینو نورو له خوا راپورته شوې ده."

د طالبانو پخواني مشران چې اوس په کابل کې دی وايي، څو چې د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو لپاره ګامونه نه وي اخیستل شوي ستونزمنه ده چې وسلوال طالبان دې خبرو ته غاړه کیږدي.

دوی وايي، د دې لپاره مهمه ده چې د وړو وړو وسلوالو ډلو د پخلا کولو د هڅو پرځای باید د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو د مشرتابه له شورا سره معامله وشي.

همدا راز ملګري ملتونه باید په دې برخه کې مهم رول ولوبوي څو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور پای ومومي. د دوی په وینا د وسلوالو له مشرانو سره د خبرو اترو تر پیل د مخه هغوی باید د ملګرو ملتونو له تور لیسته وویستل شي.
XS
SM
MD
LG