د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۲

کاکړ:هڅه کوو،چې ډیر ژر طبیعي پېښو ته رسیدګي وکړو


ډاکتر دایم کاکړ
ډاکتر دایم کاکړ
د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزي ملي اداره وایي، د پېښو د مخنیوي لپاره یي ځینې نوي پروګرامونه په نظر کې نیولي چې د نړېوالې ټولنې ژمنې یې هم تر لاسه کړي دي.

د دغې ادارې مسولین وایي، که څه هم له دې وړاندې په دغې اداره کې ځینې ستونزې موجودې وې خو زیاتوي چې په نوي کال کې به ټولې ستونزې حل او هڅه به وکړي چې د ولسوالیو په کچه خپل فعالیتونه وغځوي.

د دغې ادارې مشر ډاکتر دایم کاکړ، د خپلو نوي پروګرامونو د یادولو ترڅنګ وویل تر اوسه پورې یي د ایکو او سارک سازمانونو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

(موږ په دې برخه کې هڅه کوو، چې ډیر ژر طبیعي پېښو ته رسیدګي وکړو ځکه که موږ ډیر ځنډ وروسته د پېښې ځای ته ورسیږو ډیر خطرونه هلته رامنځ ته کیږي.

زموږه لومړیتوبونه هم همدا دي، چې نه یوازې باید پېښې ته رسیدګي وشي بلکه هڅه باید وشي چې د یوه میکانیزم له لارې چې زموږه د ۱۳۹۰م کال په پلانونو کې شته د یو شمېر پېښو مخنیوي وکړو.)

ښاغلي کاکړ زیاته کړه، چې په دې برخه کې به د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې په کابل کې د څو هېوادونو په ګډون چې طبیعي پېښې په کې پیښیږي، یو کانفرانس هم جوړ شي چې په دې اړه به هر اړخیزې مشورې او تجربې سره تبادله کړي.


که څه هم د څوکلونو راپه دیخوا د ولسمشر کرزي د دویم مرستیا کریم خلیلي ترمشرۍ لاندې د بیړني حالتونو په نامه یوه کمېټه هم فعالیت کوي، تر څو د طبیعي پیښو قربانیانو ته رسیدګي وشي، خو ځیني انتقادونه موجود دي چې دغې کمېټې تر اوسه پورې د طبیعي پېښو قربانیانو ته لازمه رسیدګي نه ده کړې.

د تیرې دوشنبې په ورځ د دغې کمېټې غړي د ولسي جرګې عمومي غونډې ته هم ورغوښتل شوي وو، خو د دوي توضیحاتو وکیلان قانع نه کړل او ان ځینو وکیلانو د دغې کمېټې د له منځه وړلو غوښتنه هم وکړه.

د ولسي جرګې غړي ګل پاچا مجیدي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغې کمېټې کارونه ترانتقاد لاندې ونیول.

(د اضطراري حالت لپاره، چې کومه کمېټه جوړه شوې ده کوم کارونه یي چې باید کړي وای نه دي کړي.

دوي باید په وخت طبیعي پېښو ته رسیده ګي کړې وای، چې په دې برخه کې په خپلو کارونو کې پاتې راغلی، مصرفونه کوي خو په ځای نه، دوي چې له مصیبت ځپلو سره کومې ژمنې کړي هغه یې هم نه دي عملي کړي.)

په افغانستان کې هر کال طبیعي پېښې لکه سیلاوونه،د واورې ښویدنه او دیته ورته نورې پېښې له مالي زیانونو سربیره ځاني زیانونه هم اړوي، خو له طبیعي پېښو سره د مبارزي د ملي ادارې مشر چې د بیړنې حالت د کمېټې مهم غړي بلل کیږي وایي هڅه کوي چې د طبیعي پېښو له زیانونو څخه مخنیوی وکړي.

راپور :اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG