د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

ایران د ۴یا ۵ نوېو اتومي ریکټرونو د جوړولو اعلان کړی


ایران د لږ تر لږه څلور یا پينځو نویو اتومي ریکټرونو د جوړولو اعلان کړی دی او ویلي دي چې د دې ریکټرونو لپاره د سوخت د موادو د برابرولو په خاطر زیاتې اندازې غني شوېو یورانیمو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ایران د اتومي پروګرام لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د بندیزونو څلور مرحلې وضع شوې دي .

غربي هېوادونه اندیښنه لري چې ښايي ایران د یورانیمو په غني کولو سره د اتمي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي خو تهران وايي چې د دوي هستوي فعالیتونه سوله ایز اهداف لري .


پر تهران د غرب له فشارونو سره یوه ایراني چارواکي ویلي چې هیواد يې نور لږترلږه څلور یا پينځه اتمي ریکټرونه جوړوي او د دې ریکټرونو د فعال ساتلو لپاره د زیاتې اندازې یورانیموغني کولو پلان لري .

د ایسنا خبري اژانس د ایران د اتمي انرژۍ د ادارې ریس فریدون عباسي ویلي چې تهران به په راتلونکو څو کلونو کې دا ریکټرونه د طبي تحقیقاتو لپاره جوړ کړي .

ایسنا د دې چارواکي په حواله زیاتوي چې د دې نویو ریکټرونو د سوخت د موادو د برابرولو په خاطر ایران دې ته اړتیا لري چې اتمي مواد تر شل فیصده زیات غني کړي .

رویټرز اژانس لیکي ، ښايي دا به د اتمي وسلو د جوړولو لپاره د ایران د هڅو په اړه د غربي دولتونو اندیښنې لا زیاتې کړي . تهران له دې درکه وضع شوي بندیزونه غیر قانوني ګڼلي دي او ادعا کوي چې اتمي پروګرام یې سوله ایز هدف لري .
XS
SM
MD
LG